- 22 november, 2026
- Posted by: Nasim Sahar
- Category: Okategoriserade
Inga kommentarer
پیام تسلیت به مناسبت درگذشت هنرمند نامدار افغانستان، وحید صابری
انا لله و انا الیه راجعون
با اندوه و تأثر عمیق، خبر درگذشت وحید صابری، آوازخوان پرآوازه و محبوب افغانستان را دریافت نمودیم. خاموشی صدای این هنرمند گرانقدر، ضایعهای دردناک برای خانواده، دوستان و جامعهٔ هنری و فرهنگی افغانستان است.
وحید صابری از چهرههای ماندگار موسیقی کشور بود که با صدای دلنشین و آهنگهای خاطرهانگیز خویش، جایگاه ویژهای در دلهای چندین نسل از هموطنان ما داشت. اگرچه صدای او برای همیشه خاموش گردید، اما آثار هنری و خاطرات نیکش در حافظهٔ فرهنگی مردم افغانستان زنده خواهد ماند.
ادمینهای سایت و فیسبوک «افغانهای سویدن» این ضایعهٔ بزرگ را بهویژه به جناب قدرت صابری، برادر گرامی آن مرحوم و مقیم شهر استاکهولم، تمام اعضای خانوادهٔ محترم صابری، اقارب، دوستان، همکاران هنری و دوستداران صدای او صمیمانه تسلیت عرض میدارند.
از بارگاه خداوند متعال برای آن هنرمند فقید رحمت و مغفرت و برای خانوادهٔ داغدار صبر و شکیبایی استدعا مینماییم.
روان وحید صابری شاد، یادش گرامی و صدای ماندگارش در دلهای مردم افغانستان جاودانه باد.
ادمینهای سایت و فیسبوک «افغانهای سویدن»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانستان د نومیالي هنرمند وحید صابري د مړینې په مناسبت د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ او ژورې خواخوږۍ مو د افغانستان د نومیالي او محبوب سندرغاړي وحید صابري د مړینې خبر ترلاسه کړ. د دغه قدرمن هنرمند د غږ چوپېدل د هغه د کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د هنري او فرهنګي ټولنې لپاره یوه ستره او دردناکه ضایعه ده.
وحید صابري د هېواد د موسیقۍ له هغو نومیالیو او نه هېرېدونکو څېرو څخه و، چې په خپل خوږ غږ او له خاطرو ډکو سندرو یې د خپلو هېوادوالو د څو نسلونو په زړونو کې ځانګړی ځای خپل کړی و. که څه هم د هغه خوږ غږ د تل لپاره چوپ شو، خو هنري اثار او ښې خاطرې به یې د افغانستان د خلکو په فرهنګي حافظه کې تل ژوندۍ پاتې وي.
د «افغانهای سویدن» د ویبسایټ او فیسبوک پاڼې اډمینان دغه ستره ضایعه په ځانګړې توګه د ارواښاد درانه ورور، په ستاکهولم ښار کې مېشت ښاغلي قدرت صابري، د صابري درنې کورنۍ ټولو غړو، خپلوانو، دوستانو، هنري همکارانو او د هغه د خوږ غږ ټولو مینهوالو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
له لوی الله تعالی څخه ارواښاد هنرمند ته د رحمت او مغفرت او د هغه غمجنې کورنۍ ته د صبر، زغم او حوصلې دعا کوو.
د وحید صابري اروا دې ښاده، یاد دې یې تلپاتې او نه هېرېدونکی غږ دې یې د افغانستان د خلکو په زړونو کې د تل لپاره ژوندی وي.
په درنښت او ژورې خواخوږۍ
د «افغانهای سویدن» د ویبسایټ او فیسبوک پاڼې اډمینان
Lämna ett svar
Du måste vara inloggad för att publicera en kommentar.



