شرایط دریافت تابعیت سویدن از ۶ جون ۲۰۲۶ سخت‌تر شد

شرایط دریافت تابعیت سویدن از ۶ جون ۲۰۲۶ سخت‌تر شد

امروز، ۶ جون ۲۰۲۶، همزمان با روز ملی سویدن، قوانین تازه و سخت‌گیرانه‌تری برای دریافت تابعیت سویدن نافذ گردید.

پارلمان سویدن در ماه اپریل با اکثریت آرا به تغییر قوانین تابعیت رأی مثبت داد. ۲۵۸ عضو پارلمان از این تغییرات حمایت کردند و ۳۳ عضو با آن مخالفت نمودند. احزاب مخالف خواهان مقررات انتقالی بودند تا درخواست‌های قبلی بر اساس قوانین سابق بررسی شود، اما این پیشنهاد پذیرفته نشد.

بر بنیاد این تغییرات، تمامی درخواست‌های تابعیت که تا تاریخ ۶ جون ۲۰۲۶ هنوز فیصله نشده‌اند، نیز بر اساس قوانین جدید بررسی خواهند شد؛ حتی اگر متقاضی سال‌ها پیش درخواست خود را ثبت کرده باشد.

مهم‌ترین تغییرات در قوانین تابعیت

۱. افزایش مدت اقامت

از این پس، اصل بر این است که متقاضی باید حداقل هشت سال در سویدن زندگی کرده باشد؛ در حالی که پیش از این پنج سال کافی بود.

برای برخی گروه‌ها مدت‌های متفاوت در نظر گرفته شده است:

ـ اتباع کشورهای شمال اروپا (Nordiska medborgare): ۲ سال

ـ افرادی که قبلاً شهروند سویدن بوده‌اند: ۲ سال

ـ افراد بدون تابعیت (statslösa): ۵ سال (قبلاً ۴ سال)

ـ  پناهندگان: ۷ سال (قبلاً ۴ سال)

ـ جوانان زیر ۲۱ سال: ۷ سال

ـ ۷ سال برای افرادی که با یک تبعه ( شهروند) سویدن ازدواج کرده‌اند، شریک ثبت‌شده (registrerad partner) هستند یا به‌عنوان  سامبو(هم‌باش) (sambo) با یک تبعه سویدنی زندگی می‌کنند (در گذشته ۳ سال بود)، مشروط بر این‌که حداقل ۵ سال باهم زندگی مشترک داشته باشند و همسر یا شریک‌شان نیز حداقل ۵ سال تابعیت سویدن را داشته باشد.

ـ افرادی که نتوانند هویت خود را تثبیت کنند، در زودترین حالت پس از ۱۰ سال می‌توانند تابعیت سویدن را دریافت نمایند.

۲. شرط «زندگی شرافتمندانه و قانون‌مند»

قوانین جدید تأکید بیشتری بر داشتن زندگی منظم، قانون‌مند و شرافتمندانه (skötsamt och hederligt levnadssätt) دارند.

اگر شخص مرتکب جرم شده باشد، باید مدت بیشتری نسبت به گذشته منتظر بماند تا بتواند برای تابعیت درخواست دهد. دورهٔ انتظار یا کارنستید (karenstid) افزایش یافته است.

۳. شرط تأمین معیشت

از ۶ جون ۲۰۲۶ متقاضی باید بتواند معیشت خود را از طریق درآمد شخصی تأمین کند.

حداقل درآمد مورد نیاز حدود ۲۰ هزار کرون در ماه قبل از مالیه تعیین شده است.

برای برآورده‌ساختن این شرط، متقاضی باید:

ـ درآمد دوامدار از کار یا تجارت شخصی داشته باشد؛

ـ در سه سال اخیر بیش از شش ماه کمک معیشتی (försörjningsstöd) دریافت نکرده باشد؛

ـ نشان دهد که درآمد وی پایدار و دوامدار است.

موارد زیر قابل محاسبه نیست:

ـ درآمد همسر یا شریک زندگی؛

ـ پس‌انداز، ملکیت یا دارایی‌های شخصی؛

ـ قراردادهای کاری موقتی و غیرپایدار.

برخی افراد، مانند متقاعدین، اشخاص دارای معلولیت‌های دایمی یا بعضی محصلان، ممکن است از این شرط معاف شوند.

۴. امتحان زبان سویدنی و معلومات اجتماعی

از ۶ جون ۲۰۲۶ داشتن معلومات در مورد زبان سویدنی و جامعهٔ سویدن الزامی گردیده است.

این شرط شامل افراد بین ۱۶ تا ۶۶ سال می‌شود.

متقاضی می‌تواند دانش خود را از طریق موارد زیر ثابت کند:

ـ اسناد فراغت از مکتب یا لیسهٔ سویدن؛

ـ آموزش‌های Komvux یا Folkhögskola؛

ـ قبولی در SFI کورس D.

در صورتی که چنین اسنادی وجود نداشته باشد، متقاضی باید در امتحان تابعیت (medborgarskapsprov) اشتراک کند.

بخش نخست این امتحان در ماه آگست ۲۰۲۶ آغاز می‌شود و مربوط به معلومات دربارهٔ جامعهٔ سویدن خواهد بود. امتحان زبان سویدنی در مرحلهٔ بعدی عملی می‌شود.

۵. درخواست جداگانه برای اطفال

از ۶ جون ۲۰۲۶ اطفال دیگر نمی‌توانند در درخواست والدین شامل باشند.

هر طفل باید درخواست مستقل تابعیت داشته باشد که توسط سرپرست قانونی یا والدین امضا گردد.

۶. شرایط جدید برای اطفال

برای اطفال نیز شرایط تازه‌ای وضع شده است:

ـ طفل باید هویت خود را تثبیت کند؛

ـ در بیشتر موارد دارای اقامت دایمی باشد؛

ـ اطفال زیر ۱۵ سال باید حداقل ۳ سال در سویدن زندگی کرده باشند؛

ـ اطفال بدون تابعیت: ۲ سال؛

ـ اطفال بالاتر از ۱۵ سال: ۵ سال؛

ـ اطفال دارای تابعیت کشورهای شمال اروپا: ۲ سال.

از سن ۱۵ سالگی شرط زندگی قانون‌مند و از سن ۱۶ سالگی شرط زبان و معلومات اجتماعی نیز تطبیق می‌شود.

۷. امکان بازگرفتن تابعیت برای برخی افراد

از ۶ جون ۲۰۲۶ برخی اشخاصی که قبلاً تابعیت سویدن را از دست داده‌اند، می‌توانند برای بازگرفتن آن درخواست بدهند.

این تغییر عمدتاً شامل افرادی می‌شود که در خارج از سویدن تولد شده‌اند و هنگام رسیدن به سن ۲۲ سالگی تابعیت خود را از دست داده‌اند.

جمع‌بندی

این بزرگ‌ترین تغییر در قوانین تابعیت سویدن در چندین دههٔ اخیر به شمار می‌رود. حکومت و احزاب تیدو (Tidöpartierna) استدلال می‌کنند که تابعیت باید «پایان روند ادغام در جامعه» باشد، نه آغاز آن. در مقابل، منتقدان می‌گویند که نبود مقررات انتقالی سبب شده است هزاران متقاضی که سال‌ها منتظر تصمیم بوده‌اند، ناگهان با شرایط سخت‌تر روبه‌رو شوند و این موضوع با اصل پیش‌بینی‌پذیری و عدالت حقوقی سازگار نیست.

ترجمه از نسیم سحر

منابع :سایت اداره مهاجرت

https://www.migrationsverket.se/nyheter/nyhetsarkiv/2026-05-06-nya-regler-for-svenskt-medborgarskap-fran-6-juni-2026.html#svid12_4d7d222919d2a911cf7a53

سایت رادیوی سویدن

https://www.svt.se/nyheter/lokalt/vastmanland/georgi-blev-medborgare-utan-sprakkrav-valkomnar-skarpning

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ۲۰۲۶ کال د جون له ۶مې نېټې څخه د سویډن د تابعیت ترلاسه کولو شرایط لا سخت شوي دي.

نن، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۶مه، چې د سویډن له ملي ورځې سره برابره ده، د سویډن د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره نوې او سختې قانوني مقررې نافذې شوې.

د سویډن پارلمان په اپرېل میاشت کې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د تابعیت د قانون د بدلون ملاتړ وکړ. ۲۵۸ وکیلانو د بدلونونو ملاتړ وکړ او ۳۳ غړو مخالفت ورسره وکړ. مخالفو ګوندونو غوښتل چې د پخوانیو غوښتنلیکونو لپاره انتقالي مقررات (övergångsregler) نافذ شي، څو هغه غوښتنلیکونه د پخوانیو قوانینو له مخې وڅېړل شي، خو دا وړاندیز ونه منل شو.

د نوو مقرراتو له مخې، هغه ټول د تابعیت غوښتنلیکونه چې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۶مې نېټې پورې لا نه دي فیصله شوي، د نوو قوانینو له مخې به ارزول کېږي، حتا که غوښتونکي څو کاله وړاندې خپل غوښتنلیک سپارلی وي.

مهم بدلونونه

۱. د استوګنې مودې زیاتوالی

له دې وروسته عمومي اصل دا دی چې غوښتونکی باید لږ تر لږه اته کاله په سویډن کې ژوند کړی وي، په داسې حال کې چې پخوا پنځه کاله کافي وو.

د ځینو ډلو لپاره بېلابېلې مودې ټاکل شوې دي:

  • د شمالي هېوادونو اتباع (Nordiska medborgare): ۲ کاله
  • هغه کسان چې پخوا د سویډن تابعیت درلود: ۲ کاله
  • بې‌تابعیته کسان (statslösa): ۵ کاله (پخوا ۴ کاله)
  • کډوال (flyktingar): ۷ کاله (پخوا ۴ کاله)
  • تر ۲۱ کلونو کم عمره ځوانان: ۷ کاله
  • ۷ کاله د هغو کسانو لپاره چې له یوه سویډني تبعه سره واده کړی وي، ثبت شوی شریک (registrerad partner) وي یا د هم‌باش په توګه (sambo) ورسره ژوند کوي؛ پخوا دا موده ۳ کاله وه. شرط دا دی چې لږ تر لږه ۵ کاله ګډ ژوند موجود وي او سویډنی شریک هم لږ تر لږه ۵ کاله د سویډن تابعیت ولري.
  • هغه کسان چې خپل هویت نه شي ثابتولی، تر ټولو ژر به له ۱۰ کلونو وروسته تابعیت ترلاسه کولای شي.

۲. د منظم او قانون‌مند ژوند شرط

نوې قانوني مقررات د منظم، قانون‌مند او باعزته ژوند (skötsamt och hederligt levnadssätt) شرط ته زیات اهمیت ورکوي.

که یو کس جرم کړی وي، باید د پخوا په پرتله اوږده موده انتظار وباسي څو د تابعیت غوښتنه وکړای شي. د انتظار موده (karenstid) زیاته شوې ده.

۳. د معیشت د برابرولو شرط

د ۲۰۲۶ کال د جون له ۶مې نېټې څخه غوښتونکی باید وکولای شي خپل لګښتونه د خپل شخصي عاید له لارې برابر کړي.

د اړتیا وړ لږ تر لږه عاید شاوخوا ۲۰ زره کرونه په میاشت کې د مالیې له کسر مخکې ټاکل شوی دی.

د دې شرط د پوره کولو لپاره باید:

  • دوامدار عاید له کار یا شخصي کاروبار څخه ولري؛
  • په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږو میاشتو زیات د معیشتي مرستې (försörjningsstöd) ترلاسه کوونکی نه وي؛
  • ثابته کړي چې عاید یې دوامدار او باثباته دی.

لاندې موارد نه حسابېږي:

  • د مېړه، مېرمنې یا شریک عاید؛
  • سپما، ملکیت یا شخصي شتمني؛
  • موقتي او غیرثابت کاري قراردادونه.

ځینې کسان لکه متقاعدین، دایمي معلولیت لرونکي او ځینې محصلین له دې شرط څخه معاف کېدای شي.

۴. د سویډني ژبې او ټولنیزو معلوماتو ازموینه

له ۲۰۲۶ کال د جون له ۶مې نېټې څخه د سویډني ژبې او د سویډني ټولنې په اړه پوهه لازمي ده.

دا شرط د ۱۶ او ۶۶ کلونو ترمنځ کسانو باندې تطبیقېږي.

غوښتونکی کولی شي خپله پوهه په لاندې اسنادو ثابته کړي:

  • د سویډن د مکتب یا لېسې د فراغت اسناد؛
  • د Komvux یا Folkhögskola زده کړې؛
  • د SFI کورس D بریالی بشپړول.

که دغه اسناد موجود نه وي، نو غوښتونکی باید د تابعیت په ازموینه (medborgarskapsprov) کې ګډون وکړي.

د ازموینې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶ کال په اګست کې پیل شي او د سویډني ټولنې په اړه به وي. د سویډني ژبې ازموینه به وروسته عملي شي.

۵. د ماشومانو لپاره جلا غوښتنلیک

له ۲۰۲۶ کال د جون له ۶مې نېټې څخه ماشومان نور د مور او پلار په غوښتنلیک کې شاملېدای نه شي.

هر ماشوم باید خپل مستقل غوښتنلیک ولري چې د قانوني سرپرست یا والدینو له خوا لاسلیک شوی وي.

۶. د ماشومانو لپاره نوې شرطونه

  • ماشوم باید خپل هویت ثابت کړي؛
  • په ډېرو مواردو کې باید دایمي اقامت ولري؛
  • تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان باید لږ تر لږه ۳ کاله په سویډن کې اوسېدلي وي؛
  • بې‌تابعیته ماشومان: ۲ کاله؛
  • له ۱۵ کلونو پورته ماشومان: ۵ کاله؛
  • د شمالي هېوادونو د تابعیت لرونکي ماشومان: ۲ کاله.

له ۱۵ کلنۍ څخه د قانون‌مند ژوند شرط او له ۱۶ کلنۍ څخه د ژبې او ټولنیزو معلوماتو شرط هم تطبیقېږي.

۷. د تابعیت د بېرته ترلاسه کولو امکان

له ۲۰۲۶ کال د جون له ۶مې نېټې څخه ځینې کسان چې پخوا یې د سویډن تابعیت له لاسه ورکړی، کولی شي د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

دا بدلون تر ډېره هغو کسانو پورې اړه لري چې له سویډن بهر زېږېدلي او د ۲۲ کلنۍ په عمر یې تابعیت له لاسه ورکړی وي.

لنډیز

دا په وروستیو څو لسیزو کې د سویډن د تابعیت په قوانینو کې تر ټولو لوی بدلون بلل کېږي. حکومت او د تیدو ګوندونه (Tidöpartierna) استدلال کوي چې تابعیت باید د ټولنې د ادغام د پروسې پای وي، نه پیل. خو منتقدین وايي چې د انتقالي مقرراتو نشتوالی سبب شوی چې زرګونه کسان چې کلونه یې د پرېکړې انتظار ایستلی، ناڅاپه له سختو شرایطو سره مخ شي، او دا کار د حقوقي عدالت او د وړاندوینې د اصل سره سمون نه لري.



Lämna ett svar