- 25 februari, 2010
- Posted by: omed
- Category: Allmänt
Inga kommentarer
د هند دولت د چهارشنبې په ورځ اعلام وکړ چې په تیرو دریو کلونو کې یې د افغانستان د ناکراره سیمو شاوخوا ۱۱۰۰ تنو اوسیدونکو ته په هند کې د دایمي استوګني قانوني اسناد ورکړي دي.
د هند د کورنیو چارو وزیر مولاپالي رماچاندران وویل چې دغه افغانان د نړیوالو قوانینو پر اساس په هند کې د پاتې کیدو لایق ول او هند دا لازمه وبلل چې د هغوي د سر پر وړاندي جدې خطر ته په کتو سره هغوي ته هند کې د استوګني دایمې اسناد ورکړي.
هند او افغانستان ډیري نږدې اړیکي لري او افغان دولت د سیمې د ټولو هیوادونو په پرتله په هند اوجاپان ډیر ویاړي.
د یادولو وړ ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په هند کې خپلې لوړي زدکړي تر سره کړي دي
د بینوا ویب پاڼې نه په مننه http://www.benawa.com/details.php?id=33326
Lämna ett svar
Du måste vara inloggad för att publicera en kommentar.