میرمن قمرگل، بلبل موسیقی افغانستان

میرمن قمرگل، هنرمند پرآوازه و «بلبل موسیقی افغانستان»، به تاریخ ۲۷ جدی ۱۳۳۰ در قریه شگه ولایت ننگرهار چشم به جهان گشود. او از کودکی با صدای گرم و استعداد بی‌نظیرش توجه مردم محلی را جلب کرد و از همان ابتدا به عنوان یکی از پیشگامان موسیقی محلی افغانستان شناخته شد.
زندگی هنری او در سن هفت‌سالگی آغاز شد و به مرور زمان به یکی از ستاره‌های درخشان موسیقی افغانستان بدل گردید. نخستین آهنگ‌های او مانند «په ما مینه سترگی دی سری دی» و «زه انتظار کوم دستا د سترگو» باعث شدند که نامش در سراسر افغانستان بر سر زبان‌ها بیفتد.
قمرگل با استاد محمددین ذاخیل، شاعر و آهنگساز برجسته، ازدواج کرد و این همکاری هنری و خانوادگی باعث تولید آهنگ‌های ماندگاری شد که هنوز هم بخشی از فرهنگ موسیقی پشتو هستند. آهنگ‌هایی مانند «زه چه په تورو سترگو تور رنجه کومه» و «زه به جارو کرم زیارتونه» به لطف استعداد قمرگل و آهنگسازی استاد ذاخیل به یادگار مانده‌اند.
او در طول زندگی هنری‌اش، افتخارات بسیاری کسب کرد، از جمله مدال طلای محمد ظاهرشاه، لقب «حنجره طلایی» از سوی ببرک کارمل، و جایزه «بلبل افغانستان» که توسط رئیس‌جمهور حامد کرزی به او اعطا شد. همچنین، او از سوی ذوالفقار علی بوتو به عنوان «هنرمند حنجره طلایی افغان» شناخته شد.
لتا منگیشکر، هنرمند مشهور و افسانه‌ای هند، که خود یکی از بزرگ‌ترین خوانندگان جنوب آسیا بود، از قمرگل به عنوان «لتای افغانستان» یاد کرد، و این افتخار جایگاه قمرگل را در سطح بین‌المللی برجسته‌تر ساخت.
میرمن قمرگل با اجرای آهنگ‌های میهنی، رزمی و عاشقانه، نه تنها موسیقی افغانستان را غنا بخشید، بلکه نقش مهمی در معرفی این هنر به جهان ایفا کرد. او در ۱۸ قوس ۱۴۰۱ در تورنتوی کانادا در سن ۷۱ سالگی درگذشت، اما نام و آثارش همچنان در قلب مردم افغانستان زنده است.
———
میرمن قمرګل، د افغانستان بلبل
میرمن قمرګل، چې د افغانستان د موسیقۍ بلبل په نوم یادیږي، د ۱۳۳۰ کال د جدي په ۲۷مه نېټه د ننګرهار د شګه په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغې له ماشومتوبه د خپل خوږ غږ او بې ساري استعداد له امله د خلکو پام ځانته راواړاوه او له لومړیو ورځو څخه د افغانستان د محلي موسیقۍ د مخکښو هنرمندانو په توګه وځلېده.
د هغې هنري ژوند په اووه کلنۍ کې پیل شو او په وختونو کې د افغانستان د موسیقۍ په یوه ځلانده ستوري بدله شوه. د هغې لومړني سندرې لکه «په ما مینه سترګې دي سره دي» او «زه انتظار کوم د ستا د سترګو» د دې لامل شوې چې نوم یې په ټول افغانستان کې خپور شي.
میرمن قمرګل د استاد محمددین ذاخیل، چې یو وتلی شاعر او کمپوزر و، سره واده وکړ. د دوی هنري او کورنۍ همکارۍ داسې یادګاري سندرې وزېږولې چې لا هم د پښتو موسیقۍ یوه برخه ګڼل کېږي. سندرې لکه «زه چې په تورو سترګو تور رنجه کومه» او «زه به جارو کړم زیارتونه» د میرمن قمرګل د استعداد او د استاد ذاخیل د کمپوزونو په مرسته د یادګار سندرو په توګه پاتې دي.
هغې په خپل هنري ژوند کې ګڼ شمېر ویاړونه ترلاسه کړل، لکه د محمد ظاهرشاه له خوا د طلایي مډال ګټل، د ببرک کارمل له خوا د «طلایي حنجرې» لقب او د ولسمشر حامد کرزي له خوا د افغانستان د بلبل لقب. همدارنګه، ذوالفقار علي بوتو هغه د «افغان هنرمند طلایي حنجرې» په توګه وستایله.
د هند مشهوره او افسانوي هنرمندې، لتا منګیشکر، چې په خپله د جنوبې آسیا یو له سترو سندرغاړو څخه وه، میرمن قمرګل ته د «د افغانستان لتا» لقب ورکړ، چې دا یې نړیوال حیثیت نور هم لوړ کړ.
میرمن قمرګل د میهن‌دوستۍ، رزمي او عاشقانه سندرو په وړاندې کولو سره نه یوازې د افغانستان موسیقي بډایه کړه، بلکې د دې هنر په نړیواله کچه په معرفي کولو کې یې مهمه ونډه واخیسته. هغه د ۱۴۰۱ کال د قوس په ۱۸مه نېټه په کاناډا کې د خپل ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې، خو نوم او هنر یې د افغانستان د خلکو په زړونو کې تلپاتې دی.
نسبم سحر



Lämna ett svar