فوتی او دجنازی مراسم اعلان

(قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)
درنو عزتمندو ملگرو، دوستانو او خپلوانو!
له بده مرغه زموږ ډېر مهربانه پلار الحاج محمداقا کوچى شېرزاد د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون د نوېمبر په لومړۍ نېټه د ماښام په شپږو بجو د سويډن د مالمو ښار په روغتون کې په حق ورسېد.
اروا دې يې ښاده وي.
د مرحوم د جنازې، تدفين او فاتحې مراسم د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د نومبر په 4 نېټه) د غرمې په 11 يولس بجو د مالمو ښار د مسلمانانو په هديره (روزينگورډ) کې ترسره کېږي.
وخت او پته:
Datum: 2020.11.04
Tid: 11.00
Adress:
Östra Kyrkogården, muslimska begravningsplats
(Thomsons väg 100, 21372 Malmö)
پاملرنه:
په اوسنيو ناوړه حالاتو کې چې، د کويد 19 د وبا له امله رامنځته شوي، له تاسو ډېرو عزتمندو څخه په ډېر درناوي سره هيله کوو چې مشران، رنځوران او لرې هېوادونو کې مېشت دوستان دې د راتگ زحمت نه باسي. موږ د‌ حالاتو درک لرو او له تاسو، د‌ نه‌ راتگ‌ په‌ صورت کې، زموږ خوا په‌ هيڅ ډول نه‌ بديږي.
مرحوم يوازې په خپلو کورونو او مېشت ځايونو کې په دوعاگانو کې ياد وساتئ.
په درنښت،
د ارواښاد کورنۍ.
د ضرورت په وخت کې د اړيکو شمېرې
0046762409322
0046736393662
0046733133334
ابراز تسلیت انجمن افغانها در سویدن:
با اندوه فراوان اطلاع بدست آوردیم که الحاج محمداقا کوچى شېرزاد دیروز مورخ اول نومبر به اثر مریضی که عاید حالشان بود حوالی ساعت شش شام در یکی از شفاخانه های شهر مالموی سویدن داعی اجل را لبیک گفت. 
انجمن افغانها در سویدن عمیق ترین مراتب تسلیت خویشرا به آقایون میوند شیرزاد ، هلمند یاد ، بازماندگان ، اعضای خانواده و دوستان مرحومی تقدیم داشته برایشان صبر جمیل خواسته و برای مرحومی از بارگاه خداوند متعال بهشت برین استدعا نموده و روح شانرا شاد میخواهد. 


Lämna ett svar