سږ کال سپرلی د کلي……

           

لا د سپرلي موسم ته بلا شپې پاتې وې

لا ځمکې سپینې جامې نه وې کښلي

چې مونږ بې صبرو ئې سندرې ویلې

لا کنګلونه پاس د غرو له سرو ولې نه وو

لا د پټیو پولې وچې وې شنې شوي نه وې

خو مونږ ورخطا  زلمیانو ورته شعرونه لیکل

او هرې پیغلې خپل اوربل ته ترې ګلونه غوښتل

خوڅه سپرلی وو 

کاش چې هيځ کله راغلی نه وی           

               او مونږ یاغي ځوانانو               

ورته شېبې شمیرلی                          

 هو! زمونږ د کلي سپرلی د صفتونو نه وه

هغه بدل وه بدل ډک له ګلونو نه وه

ته وا چې  وچې سیلۍ ترینه وي ساه ایستلي

لکه د خوا په شانې جوړ له رنګونو نه وه

او کلیوالو ترېنه ډیرې ګیلې کولې

خدایزده چې ولې ورته

 دومره پردی ښکاریده

داسې سپرلی يې کله لیدلی نه وه

ځکه چې دغه سپرلی ټول له دردونو ډک وه

او هره ورځ يې وه له وینو جوړه

زما اوستا له وینو ، زمونږ د ورور له وینو

زمونږ د پلار زمونږ د مور زمونږ د خور له وینو

دلته به هره ورځ لوګري راتلل

خو نا بلد لوګري

چې نه يې ژبه وه زمونږ په شانتې

نه يې رنګونه زمونږ له رنګه جوړ وو

ځکه خو یې زمونږ په ځیر غنم نه ریبل

هغوی لوګر وو د ځوانانو لوګر

د سر ببرو بریتورو او زلمیانو لوګر

او داسې لو یې وه ګډ کړی

 په ځوانانو زمونږ د کلي

تا وا هیځ میندې يې نشته

او اوبو دي ټول راوړي

او  کروندګر به د پټیو پر ځای

 زمونږ د کلي هدیره کې بوخت وو

داسې د غم شېبې وې   

سږ کال سپرلی د کلي          

داسې په غم تیریده

 

سویډن ــ مالمو

۲۰۰۹/۶/۲۳



Lämna ett svar