- 8 november, 2026
- Posted by: Nasim Sahar
- Category: Okategoriserade

په سویدن کې د پلار ورځ مو مبارک شه!
در سویدن، همهساله در دومین یکشنبهٔ ماه نوامبر، از روز پدر با احترام و محبت تجلیل بهعمل میآید؛ روزی برای قدردانی از مهربانیها، فداکاریها و تلاشهای بیدریغ پدرانی که با عشق و استقامت، زندگی فرزندان خود را سرشار از امید و آرامش میسازند.
پدر، نماد عشق بیادعا، فداکاری خاموش و تکیهگاهی است که در سختترین لحظات زندگی، مایهٔ امید و اطمینان خانواده میگردد. چه بسیار پدرانی که رنجها را به جان خریدهاند تا فرزندانشان در آسایش زندگی کنند و چه بسیار آرزوهایی که قربانی خوشبختی فرزندان شدهاند.
برای پدران افغان در سویدن و سراسر جهان، بهویژه آنانی که در غربت با دشواریهای زندگی دستوپنجه نرم میکنند، این روز معنای ویژهای دارد. آنان با تلاش و فداکاری، نهتنها برای آیندهٔ بهتر فرزندانشان میکوشند، بلکه ارزشهای انسانی و فرهنگی را نیز به نسلهای آینده انتقال میدهند.
در این روز، یاد همهٔ پدرانی را که دیگر در میان ما نیستند، گرامی میداریم. روحشان شاد و خاطرات و محبتهایشان در دل فرزندان جاودانه باد.
از طرف سایت و صفحهٔ فیسبوک «افغانهای سویدن»، روز پدر را به همهٔ پدران مهربان و زحمتکش، بهویژه پدران افغان در سویدن و سراسر جهان، صمیمانه تبریک میگوییم و برایشان صحت، عزت، آرامش و خوشبختی آرزو میکنیم.
روز پدر بر همهٔ پدران عزیز گرامی باد!
افغانهای سویدن | Afghaner i Sverige
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په سویدن کې د پلار ورځ مو مبارک شه!
په سویدن کې هر کال د نومبر میاشتې په دوهمه یکشنبه د پلار ورځ په مینه او درناوي لمانځل کېږي. دا ورځ د هغو مهربانو او فداکارو پلرونو د قدر او ستاینې ورځ ده، چې په خپلې بېسارې مینې، زغم او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو سره د خپلو اولادونو ژوند له هیلو او خوښیو ډکوي.
پلار د بېتمې مینې، چوپې قربانۍ او ټینګې تکیې نښه ده، چې د ژوند په سختو شېبو کې د خپلې کورنۍ لپاره د هیلې، ډاډ او آرامۍ سرچینه وي. ډېر پلرونه د خپلو اولادونو د هوساینې لپاره سختۍ ګالي او خپلې هیلې د هغوی د روښانه راتلونکي لپاره قربانوي.
په سویدن او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان پلرونو لپاره، په ځانګړې توګه د هغو پلرونو لپاره چې له خپل وطن څخه لرې د کډوالۍ له ستونزو سره مخامخ دي، دا ورځ ځانګړی ارزښت لري. دوی د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او ورسره خپل انساني او کلتوري ارزښتونه راتلونکو نسلونو ته لېږدوي.
په دې ورځ د هغو ټولو پلرونو یاد هم په درناوي لمانځو، چې نور زموږ په منځ کې نشته. روحونه دې یې ښاد، یادونه دې یې تلپاتې او مینه دې یې د اولادونو په زړونو کې ژوندۍ وي.
د «افغانهای سویدن» د وېبپاڼې او فیسبوک پاڼې له لوري، د پلار ورځ ټولو مهربانو او زحمتکښو پلرونو، په ځانګړې توګه په سویدن او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو افغان پلرونو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او ټولو ته د روغتیا، عزت، آرامۍ او نېکمرغه ژوند هیله کوو.
د پلار ورځ دې ټولو ګرانو او درنو پلرونو ته مبارک وي!
افغانهای سویدن | Afghaner i Sverige
Lämna ett svar
Du måste vara inloggad för att publicera en kommentar.



