- 19 augusti, 2026
- Posted by: Nasim Sahar
- Category: فرهنگي, گنجينه, وضعيت افغانستان

۲۸ اسد ( ۱۹ و یا ۱۸ اگست ) در تاریخ افغانستان تنها یادآور پایان وابستگی سیاسی به قدرتهای بیرونی نیست؛ این روز نماد اراده برای آزادی، حاکمیت ملی و ساختن آیندهای بر بنیاد آگاهی و عزت انسانی است. استقلال افغانستان در سال ۱۹۱۹ با نام شاه امانالله خان پیوندی ناگسستنی دارد؛ اما این پیروزی، حاصل تلاش و فداکاری مجموعهای از آزادیخواهان، روشنفکران، مشروطهطلبان و نیروهایی نیز بود که سالها برای رهایی کشور از نفوذ خارجی و ایجاد یک نظام مستقل و قانونمدار مبارزه کرده بودند.
دورهٔ امانیه تنها با استقلال سیاسی شناخته نمیشود. در آن سالها تلاشهایی برای گسترش معارف، ایجاد مکاتب، تقویت قانون، اصلاح اداره، توسعهٔ روابط دیپلوماتیک، بهبود جایگاه زنان و نزدیک ساختن افغانستان به دانش و پیشرفت جهان آغاز شد. این اصلاحات، با همهٔ دشواریها و مخالفتهایی که در برابر آن قرار داشت، نشاندهندهٔ آرزوی ساختن افغانستانی نوین، مستقل و رو به آینده بود.
امروز، بیش از یک قرن پس از آن رویداد تاریخی، استقلال زمانی معنای عمیقتر مییابد که با آزادی انسان، حاکمیت قانون، عدالت اجتماعی، حق تعلیم و مشارکت برابر همهٔ شهروندان همراه باشد. استقلال تنها داشتن مرز و بیرق نیست؛ استقلال واقعی آن است که مردم بتوانند آزادانه بیندیشند، دختر و پسر به مکتب و پوهنتون بروند، جوانان آیندهٔ خود را در وطن ببینند و هیچکس خود را بالاتر از قانون نداند.
گرامیداشت ۲۸ اسد، در حقیقت تجدید پیمان با آرمان آزادیخواهان افغانستان است؛ آرمانی که استقلال سیاسی را با آگاهی، اصلاح، عدالت و کرامت انسانی پیوند میداد.
یاد شاه امانالله خان و همهٔ آزادیخواهان، مشروطهطلبان و اصلاحطلبانی که برای استقلال و سربلندی افغانستان تلاش کردند، گرامی باد؛ به امید روزی که آزادی و استقلال در زندگی روزمرهٔ مردم افغانستان نیز به حقیقتی پایدار تبدیل شود.
———-
د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ دې مبارک او تلپاتې وي
د زمری ۲۸ – مه ( ۱۸ یا ۱۹ اګست ) د افغانستان په تاریخ کې یوازې له بهرني نفوذ څخه د سیاسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو ورځ نه ده؛ بلکې دا ورځ د ازادۍ، ملي حاکمیت او د پوهې او انساني عزت پر بنسټ د راتلونکي د جوړولو د ارادې سمبول دی. د افغانستان خپلواکي په ۱۹۱۹ کال کې د غازي امانالله خان له نوم سره نه بېلېدونکی تړاو لري؛ خو دا تاریخي بریا د هغو ازاديغوښتونکو، روڼاندو، مشروطهغوښتونکو او مبارزینو د هڅو او قربانیو پایله هم وه چې کلونه یې د بهرني نفوذ د پای ته رسولو او د یوه خپلواک، قانونمحور افغانستان لپاره مبارزه کړې وه.
د اماني دور ارزښت یوازې په سیاسي خپلواکۍ کې نه خلاصه کېږي. په دې دوره کې د معارف د پراختیا، د مکتبونو د جوړولو، د قانون د پیاوړتیا، د دولتي ادارو د اصلاح، د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو، د ښځو د ټولنیز مقام د ښه کولو او له معاصرې پوهې او پرمختګ سره د افغانستان د نږدې کولو لپاره مهم ګامونه واخیستل شول. که څه هم دغه اصلاحات له پراخو مخالفتونو او ستونزو سره مخ شول، خو موخه یې د یوه نوي، خپلواک او پرمختګپال افغانستان جوړول وو.
نن، له هغې تاریخي ورځې څه باندې یوه پېړۍ وروسته، خپلواکي هغه مهال ژوره او بشپړه معنا پیدا کوي چې له د انسان له ازادۍ، د قانون له حاکمیت، ټولنیز عدالت، د زدهکړې له حق او د ټولو هېوادوالو له برابر ګډون سره یو ځای وي. خپلواکي یوازې د سرحد، بیرغ او سیاسي واک نوم نه دی؛ رښتینې خپلواکي هغه ده چې خلک ازاد فکر وکړای شي، نجونې او هلکان مکتب او پوهنتون ته ولاړ شي، ځوانان خپله راتلونکې په خپل وطن کې وویني او هېڅوک ځان له قانون څخه لوړ ونه ګڼي.
د ۲۸ اسد نمانځنه په حقیقت کې د افغانستان د ازاديغوښتونکو له ارمانونو سره د ژمنې تازه کول دي؛ له هغو ارمانونو سره چې سیاسي خپلواکي یې له پوهې، اصلاحاتو، عدالت او انساني کرامت سره تړله.
د غازي امانالله خان او د افغانستان د ټولو ازاديغوښتونکو، مشروطهغوښتونکو او اصلاحپالو یاد دې تلپاتې وي؛ په دې هیله چې یوه ورځ ازادي او خپلواکي د افغانستان د خلکو په ورځني ژوند کې هم په یوه پایدار حقیقت بدله شي
Lämna ett svar
Du måste vara inloggad för att publicera en kommentar.



