روز پدر در سویدن گرامی باد

روز پدر در سویدن گرامی باد!

هر سال دومین یکشنبهٔ ماه نوامبر، در سویدن و شماری از کشورهای شمال اروپا، روز پدر گرامی داشته می‌شود؛ روزی برای ارج‌گذاری به مهربانی، فداکاری و نقش بزرگ پدران در زندگی خانواده و جامعه. این روز فرصتی است تا با یاد و احترام، از پدرانی سپاسگذاری کنیم که با تلاش، خاموشی و عشق، شالودهٔ زندگی فرزندان خود را ساخته‌اند.

خاستگاه این رسم به آغاز سدهٔ بیستم در ایالات متحدهٔ امریکا بازمی‌گردد. زنی به‌نام سُنورا اسمارت داد از ایالت واشنگتن، که پس از وفات مادر، به‌دست پدرش ویلیام اسمارت پرورش یافته بود، برای قدردانی از زحمات او نخستین بار در ۱۹ جون ۱۹۱۰ میلادی «روز پدر» را برگذار کرد. این ابتکار زیبا به‌زودی در سراسر امریکا گسترش یافت و سرانجام در سال ۱۹۶۶ با فرمان رئیس‌جمهور لیندون جانسن به‌صورت رسمی به سومین یکشنبهٔ ماه جون اختصاص یافت.

در سویدن، نخستین‌بار در سال ۱۹۳۱ میلادی روز پدر برگذار شد. در آغاز، این روز در ماه جون بود، اما چون فاصله‌اش با روز مادر کوتاه بود، تصمیم گرفته شد که در ماه نوامبر برگذار گردد تا میان دو مناسبت فاصله مناسب‌تر برقرار شود. امروز، سویدن همراه با ناروی، فنلند، آیسلند و استونیا، دومین یکشنبهٔ نوامبر را به نام روز پدر جشن می‌گیرند.

هرچند برخی این روز را مراسمی تجارتی می‌دانند، اما در حقیقت، ارزش آن در احساس، احترام و سپاس‌گذاری از پدرانی است که در خاموشی، ستون‌های خانواده را استوار نگه‌داشته‌اند. در گذشته، کودکان با دستان خود کارت تبریکی یا غذای ویژه برای پدر می‌ساختند؛ امروز هم، هرچند بازارها از تحفه‌هایی چون نکتایی، جوراب، عطر و ماشین ریش‌تراشی پُر است، ولی هیچ هدیه‌ای جای مهربانی، گفتار صمیمی و سپاس قلبی از یک پدر را گرفته نمی‌تواند.

در این روز، همهٔ پدران – چه در کنار خانواده و چه در دوری از وطن – سزاوار یاد و احترام‌اند.
از سوی «افغان‌های سویدن» این روز فرخنده را به همهٔ پدران زحمتکش افغان در سویدن و سراسر جهان تبریک می‌گوییم و برای‌شان سلامتی، عزت، آرامش و خوشبختی دوامدار آرزو می‌کنیم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په سویدن کې د پلار ورځ مو مبارک شه!

هر کال د نومبر میاشتې په دوهمه یکشنبه، په سویدن او د شمالي اروپا په یو شمېر هیوادونو کې د پلار ورځ د درناوي، مینې او قدردانۍ په فضا کې لمانځل کېږي ، دا ورځ د هغو مهربانو، فداکاره او زړورو پلرونو د یادولو لپاره ده، چې د کورنۍ او ټولنې په ژوند کې یې ستر رول لوبولی دی. دا هغه وخت دی چې موږ د درناوي او سپاس له ژور احساس سره له هغو پلرونو مننه وکړو، چې په زحمت، چوپتیا او مینې سره یې د خپلو اولادونو د ژوند بنسټونه ایښي دي.

د دې دود پیل د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه د امریکا د متحدو ایالتونو څخه شوی. یوه ښځه د سونورا سمارټ ډاډ په نوم، چې د واشنګټن ایالت اوسېدونکې وه، وروسته له دې چې مور یې وفات شوه، د خپل پلار ویلیم سمارټ لخوا وروزل شوه. هغې د خپل پلار د زحمتونو د منلو او درناوي په پار، د ۱۹۱۰ کال د جون په نولسمه نېټه لومړی ځل د «پلار ورځ» ولمانځله. دا ښکلی ابتکار ډېر ژر په ټوله امریکا کې خپور شو، او په پایله کې د ۱۹۶۶ کال په مهال، د ولسمشر لیندون جانسن په امر رسمي شو او د جون میاشتې درېیمه یکشنبه ورته ځانګړې شوه.

په سویدن کې د پلار ورځ لومړی ځل د ۱۹۳۱ کال په میلادي کال کې ولمانځل شوه. په پیل کې دا ورځ د جون په میاشت کې نمانځل کېده، خو ځکه چې له د مور له ورځې سره ډېره نږدې وه، پرېکړه وشوه چې دا ورځ د نومبر میاشتې ته واړول شي، څو د دواړو مناسبتونو ترمنځ مناسب واټن وي. نن ورځ، سویدن، ناروی، فنلند، آیسلنډ او استونیا د نومبر د دوهمې یکشنبې په ورځ د پلار ورځ لمانځي.

که څه هم ځینې خلک دا ورځ یوه تجارتي هڅه بولي، خو په حقیقت کې د دې ورځې ارزښت د احساس، درناوي او سپاس په څرګندونه کې دی ، د هغو پلرونو لپاره چې په چوپتیا کې یې د کورنۍ ستنې ټینګې ساتلې دي. پخوا به ماشومانو د خپلو لاسونو په مرسته د پلار لپاره کارتونه یا ځانګړې ډوډۍ جوړوله؛ نن هم، که څه هم بازارونه له نکتایو، جورابو، عطرو او د ږیرې ماشینونو ډک دي، خو هېڅ تحفه د پلار له مهربانۍ، صمیمي خبرو او د زړه له سپاس سره برابره نه ده.

په دې ورځ، ټول پلرونه که له کورنۍ سره وي او که له وطنه لرې ، د درناوي او یاد وړ دي.
د «افغانان د سویدن» له لوري، موږ دا مبارکه ورځ ټولو زحمت‌کښو افغان پلرونو ته په سویدن او ټوله نړۍ کې مبارکي وایو، او د هغوی لپاره د روغتیا، عزت، سکون او دوامدار خوشبختۍ هیله کوو.



Lämna ett svar