څو ګیلې او غوښتنې

 

**

ستاسو خواږو خواږو خبرو نه ځار
خواږې غزلـــې څومره ښې لګیږي
چې مو د مینې په سلام ولمانځې
د یار منګلې ځومره ښې لګیږي
په نرمه ژبه او په سرو لبانو
ګيلې منلې ځومره ښې لګیږي
تورو بابریو کې په زیړ مازدیګر
دا زیړې ګلې څومره ښې لګیږي    
       *******
خو زما کیسې زما خبرې بیلې
ستاسو محفل چې رنګ الوتی نه کړم
زما د ځان سره همزولی غم مې
تر تاسو تاو لکه پیروتی نه کړم
زما مرۍ ده د غمونو شپیلۍ
د رباب ترنګ پکې کیوتی نه کړم
زه په ژاړه لکه یتیم عدت یم
په اوښکو لوند د مخ پوستکۍ نه کړم
      ********
منم چې زه هم په ګلو سوری یم
ما د وطن زخمي پیغام راوړی
ما د شرابو نېشه نه زنګوي
ما د یتیم د اوښکو جام راوړی
زه د نیستیو ړوند سحر نه راغلم
د رڼا ښار ته مې ماښام راوړی
     *******
لږ به مې زړه درته لمبه لمبه کړم
سوي خبرې له ګوګله کوم
پریږده قنداره چې د و چیړمه
درته خبرې له زابله کوم
د خوست په وینو سور تصویره قربان
د جنګ خبرې  له ګومله کوم
پریږده ګریوان چې تر لمن وځیرم
د مرګ خبرې له کابله کوم
اوښکې مې ګورئ لباسي و نه شمیرۍ
درته ژاړه د زړه له تله کوم
   ********
دلته واړه په لوبو نه دي بلد
دلته کوڅې بدلې رنګ بدل دی
دلته ځوانان له ډاره کوړک راوان دي
دلته دُښمن بدل دی جنګ بدل دی
دلته شهید او غازي نه دی معلوم
دلته مغُل بدل اورنګ بدل دی
دلته خُمار نشته مرګونه ډیر دي
دلته چیلم بدل دی بنګ بدل دی
    ***********
زما د مرګ نښې ښکاره دي پکې
زما په ورور باندې ګُلۍ وریږي
زمونږ د کلي هدیره ډکه شوه
په خوار غریب باندې ګُلۍ وریږي
زمونږ د کلي نه خانده ورکه شوه
په شرنګ او شرونګ باندې ګُلۍ وریږي
د خدای(ج) کتاب پکې لمبه لمبه شي
د خدای(ج) په کور باندې ګُلۍ وریږي
       ********
مونږه ډولۍ په مټو نه شو راوړی
طیارې را پاځي په مونږ بم غورځوي
مونږ د شهید مزار ته نه شو ورتلی
دُښمن اورونه دم په دم غورځوي
مونږه غنم شفتالې نه شو ریبی
راباندې زهرو غوندې نم غورځوي
د غم تبۍ یې خدایه کوزې مه کړې
زمونږ په منځ کې چې څوک غم غورځوي
    **********
د پاکې خاورې ته پلیط لاسونه
د هرې خوانه غځیدلي ګورم
د پلار نیکه په غیرت هسکه شمله
خاورو ایرو کې غورځیدلي ګورم
چې پرې نومونه د غازیانو لیک وؤ
هغه برجونه پرځیدلي ګورم
چې به یې سترګې د تاریخ کړې خواږې
زرینې پاڼې سواځیدلي ګورم
        ********
چې به د غرو سره په جنګ وؤ مُدام
هغه سرونه شول تر خاورو لاندې
چې د غلیم به ترینه کرکه راتله
جیګ صورتونه شول تر خاورو لاندې
د کاڼو کرښې به پستې وې ترینه
هغه لفظونه شول تر خاورو لاندې
چې په یوه ټال تر ډهیلي راسیدل
هغه خیالونه شول تر خاورو لاندې
     **************
خاونده نور ځه درنه نه غواړمه
راته تقوا او ټینګ ایمان راکړه
چې هر غلیم ورڅخه ویره  وکړي
داسې ماشوم او داسې ځوان راکړه
چې د باروتو لوګي نه وي پکې
 یوه پاکه ځمکه پاک اسمان راکړه
دا ځان ځاني به مو تر څو کړاوي
په اتفاق قوم د افغان راکړه
        **********
د شپې او وراځې بدلونکیه خدایه
زمونږه حال هم لږ بدل کړه کنه
د زور ځواکانو ماڼۍ و نړوه
بیړۍ یې ډوبه د اجل کړه کنه
په هر قدم کې مو اغزي راشنه دي
راباندې فتحه د مورچل کړه کنه
درته یو سوال په اجیزۍ کومه
سپڅلی بیا زما کابل کړه کنه
     *******
« ځدراڼ»

 



Lämna ett svar