- 15 mars, 2009
- Posted by: omed
- Category: Övrig
Inga kommentarer
پریږده چې وڅاڅي له ســـترګو د خوږې اوبه
څومره ښــــایسته ښکاري باڼو سره رڼې اوبه
مازدیګر چې د په ذلفو کې ګلـــــــــونه ټومبل
درته هندارې شـــوې له نازه د چېنـــــــې اوبه
زما په قـــبر د شينشیبي* ګــلان تږي نکــــړې
په سره منګي کې به له کوړمې نه راوړې اوبه
زما خبـــرې دې زړه باندې ســــړې تیرې شـــي
لکه په غوړ لوښي چــې تیرې شـــي سړې اوبه
دا چــــې په ګـــــډو وډو سر یمه پوهیږې کنه ؟
په میخانه کــــې مې نن ځښلــــي دي ترخې اوبه
د « ځدراڼ » غزلې شوخــې شوې زړګی تخنوي
د قلــم رانګ سره ئې ګــډې شـــوې څــربې اوبه
سویډن ــ مالمو
۲۰۰۹/۱/۱۷

* شېنشیبي هغه ګلان دي چې په خپل سر په غرو رغو کې
شنه کیږي او بانجاني رنګه ګل نيسي چې په منڅ کې ئې
یولږ اندازه اوبلنه (مایع ) وي او د شاتو ( عسل) خوند لري
Lämna ett svar
Du måste vara inloggad för att publicera en kommentar.